افغانستاننړۍ

د ناروې د کډوالو شورا: ۷۵ زره اړمنو کسانو ته مو د سرپناه خدمتونه وړاندې کړي دي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ، د اسلامي امارت د اقتصاد له وزیر قاري دین‌محمد حنیف سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه بنسټ په تېرو ۱۸ میاشتو کې د کډوالو لپاره د ناروې د نړیوالې ادارې له لارې ۷۵ زره اړمنو کسانو ته د سرپناه خدمتونه او شاوخوا ۹۰ زره کسانو ته د حفظ‌الصحې خدمتونه وړاندې کړي دي.

ایګلنډ زیاته کړې، چې د دغو خدمتونو ترڅنګ د ظرفیت لوړول او حرفوي زده‌کړې هم د دې ادارې د فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

هغه د نړیوالو مرستو د کمېدو په اړه ویلي، چې د کډوالو لپاره د ناروې نړیواله اداره هڅه کوي، څو له مرسته کوونکو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو سره په همغږۍ د بشري پروژو لپاره اړینې مالي سرچینې راجلب کړي او د بېرته راستنېدونکو او اړمنو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د بشري او بېړنیو مرستو د دوام او پیاوړتیا پر څرنګوالي، د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو او فعالیتونو پر وضعیت او همداراز د افغانستان د بشري او پراختیايي برخو پر ننګونو، اړتیاوو او لومړیتوبونو خبرې وکړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button