نړۍ
د امریکا په میامي کې د امازون بار وړونکې الوتکې سقوط؛ ۵ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي
د امازون شرکت اړوند یوې بار وړونکې الوتکې د امریکا د میامي په نړیوال هوايي ډګر کې له یوې پېښې سره مخ شوه او له ځغاستلیکې څخه تر وتلو وروسته یې اور واخیست او ځینې برخې یې زیانمنې شوې.
د میامي ښار چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د علت او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








