نړۍ
د امریکا په مینیاپولیس کې ډزې؛ ۳ کسان ووژل شول
د امریکا په مینیاپولیس ښار کې په یوه اپارتمان ودانۍ کې د ډزو له امله درې کسان ووژل شول او د دوو پولیسو افسرانو په ګډون څو نور ټپیان شول.
امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې شکمن کس له ډزو وروسته ځان وژنه وکړه؛ یو افسر په خیټه او بل په پښه کې ټپي شو، او دواړه په نسبتا ښه حالت کې دي.
د مینیاپولیس امنیتي ځواکونو د پیښې د انګیزې او د پیښې د څرنګوالي په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
#امریکا #مینیاپولیس #ډزې #پولیس #شهیدان #سفیر_ټی وی








