افغانستان
د افغانستان امنیتي وضعیت د قناعت وړ ارزول شوی
د امنیت او پاکوالي چارو د مرکزي کمیسیون غونډه د دفاع وزیر او د کمیسیون د مشر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د هیواد امنیتي وضعیت له ټولو اړخونو څخه وڅیړل شو او د امنیت، ثبات او پیاوړتیا ډاډمن کولو لارو چارو په اړه بحث وشو.
د کمیسیون د مطبوعاتي دفتر رییس صدیق الله نصرت وویل چې په افغانستان او ولایتونو کې عمومي امنیتي وضعیت د قناعت وړ ارزول شوی او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي شتون لري.
#افغانستان #امنیت #د_دفاع_وزارت #ثبات #سفیر_ټی وی








