نړۍ
د قبرص په ساحل کې د مسافر وړونکې کښتۍ ډوبه شوه
یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې شاوخوا ۲۶۷ کسان پکې سپاره وو د قبرص په ترکیه برخه کې د کرینیا ساحل څخه څلور میله لرې ډوبه شوه.
ځایي چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې لږترلږه ۱۵۹ کسان ژغورل شوي او د پاتې مسافرو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
د ژغورنې ټیمونه او امبولانسونه د پیښې ځای ته لیږل شوي او د کرینیا شاوخوا اوبو کې د ژغورنې عملیات روان دي.
#قبرص #کرینیا #کښتۍ #کښتۍ_کښتۍ #لټون_او_ژغورنه #حادثه #سفیر_ټلویزیون
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/35582?single








