افغانستاننړۍ

روسیه د حیرتان بندر کې د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف د اماراتو شرکتونو له عمومي رییس مولوي احمد جان بلال سره په لیدنه کې په حیرتان بندر کې د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د اماراتو شرکتونو د عمومي ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار وویل چې دواړو خواوو په دې غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث وکړ.

د هغه په ​​وینا، د روسیې سفیر وړاندیز کړی چې دا اقتصادي زون د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو او پروسس کولو، بسته بندۍ او اقتصادي فعالیتونو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي احمد جان بلال هم د حیرتان بندر کې د اقتصادي زون د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اماراتو شرکتونو عمومي ریاست هڅه کوي چې د “سټراس” او “افسوټر” شرکتونو فعالیتونه پیاوړي کړي ترڅو نړیوالو بازارونو ته د تازه او وچو افغاني میوو صادرولو لپاره اساس چمتو کړي.

هغه په ​​افغانستان کې د کاماز موټرو د ترمیم ورکشاپ د جوړولو او له روسیې څخه د پټرولیم محصولاتو واردولو کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button