نړۍ
د جاپان ختیځې برخې ۵.۹ درجې زلزلې ولړزولې؛ ۳۷ کسان ټپیان شول
د یکشنبې په سهار د جاپان ختیځې برخې، په شمول د ټوکیو، ۵.۹ درجې زلزلې ولړزولې، چې په پنځو سیمو کې یې لږترلږه ۳۷ کسان ټپیان کړل؛ ډیری ټپیان سطحي ټپونه لري.
د زلزلې مرکز د جنوبي ایباراکي ولایت کې د شاوخوا ۷۰ کیلومتره ژوروالي کې راپور شوی و؛ دې پیښې ځینې اورګاډي ګډوډ کړل او په ټوکیو کې یې د اوبو پایپ مات کړ.
جاپاني چارواکو اعلان کړی چې د سونامي ګواښ نشته او تر اوسه پورې په اټومي تاسیساتو کې د کومې غیر معمولي پیښې راپور نه دی ورکړل شوی؛ چارواکو په راتلونکو ورځو کې د زلزلې د احتمال په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
#جاپان #زلزله #ټوکیو #ایباراکي #سونامي #حادثې #سفیر_ټی وی








