نړۍ
په اوکراین کې په سوداګریز مرکز باندې د روسیې دوه پړاویز برید؛ لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول، ۱۳۰ ټپیان شول
د اوکراین چارواکي وايي چې د راپورونو له مخې، د نیپروپیتروسک سیمې په کریوی ریح ښار کې په یوه سوداګریز مرکز باندې د روسیې د “دوه پړاویز” برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې بې پیلوټه الوتکو په دوو څپو کې په مال برید وکړ، دوهم برید د لومړي برید څخه شاوخوا نیم ساعت وروسته وشو، پداسې حال کې چې اور لا هم سوځیدلی و.
زیلینسکي وویل چې دوهم برید د ژغورنې هغه کارمندان په نښه کړل چې د لومړي برید وروسته د پیښې په ځای کې وو.
د نیپروپیتروسک سیمې د لوی څارنوال دفتر وویل چې د ټپیانو په منځ کې څو ماشومان هم شامل دي؛ سیمه ییزو چارواکو وویل چې لږترلږه ۲۹ کسان په جدي حالت کې دي او څو تنه ورک دي.
#اوکراين #روسيه #کريوي_ريوبينسک #دنيپروپيتروسک #هوايي بريد #زيلينسکي #اوکراين_جګړه #سفير_تلويزيون








