افغانستانسیمه

۳۲۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او افغانستان ته راستانه شوي

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۳۲۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، خوشې شویو کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي؛ ۳۰۹ کسان د تورخم بندر له لارې او ۱۳ نور د سپین بولدک له لارې هیواد ته داخل شوي دي.

وزارت زیاته کړه چې راستنیدونکي د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.

#افغانستان #پاکستان #افغان_کډوال #بیرته راستنیدونکي #تورخم #سپین_بولدک #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button