افغانستان
په غزني کې د ډوبېدو له امله یو ماشوم مړ شو
د غزني د پولیسو قومانداني وايي چې د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو څلور کلن ماشوم په حوض کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
د غزني د پولیسو قومانداني د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پیښه پرون د ګیرو ولسوالۍ په “دیسي” کلي کې رامنځته شوه او مړ شوی ماشوم “جاوید” نومول شوی دی.
د پولیسو قومانداني له کورنیو څخه غوښتي چې د حوضونو، ویالو او نورو خطرناکو ځایونو شاوخوا د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
څو ورځې وړاندې، د غزني د اجرستان ولسوالۍ په عثمان خیل کلي کې یو ماشوم په حوض کې ډوبېدو له امله مړ شو.
#غزني #ماشوم #ډوبېدل #پیښې #ماشوم خوندیتوب #افغانستان #سفیر تلویزیون








