قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې په تیرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د هیواد د غلې دانې او اوړو صادرات ۵۷ سلنه زیات شوي او ۲.۴ ملیون ټنو ته رسیدلي دي.
د قزاقستان انفارم په وینا، قزاقستان د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې ټولټال ۱۳.۹ ملیون ټنه غله دانې او اوړه صادر کړي، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۲.۶ سلنه زیاتوالی دی.
د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې په دودیزو بازارونو کې، په ځانګړې توګه د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو کې د تقاضا زیاتوالی، د ترانسپورت زیربنا پراختیا او د سوداګرۍ همکارۍ پیاوړتیا د صادراتو د ودې تر شا اصلي عوامل وو.
د راپور پر بنسټ، ازبکستان ته د قزاقستان صادرات ۵.۸ ملیون ټنو، قرغزستان ته ۵۲۸ زره ټنو، افغانستان ته ۲.۴ ملیون ټنو او ترکمنستان ته ۲۲۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.
#قزاقستان #افغانستان #غله #اوړه #صادرات #سوداګري #سفیر_ټی وی








