په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال کې د نهو ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر ۳۰ سلنه لوړ شوی او شاوخوا ۱۵.۹ ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی؛ سیمه ایزو هیوادونو ته، په ځانګړي توګه افغانستان ته د صادراتو کمښت د دې زیاتوالي یو له اصلي عواملو څخه بلل شوی دی.
د پاکستان د مرکزي بانک په وینا، ګاونډیو هیوادونو ته د هیواد صادرات ۱۱ سلنه کم شوي او ۳.۹۵۳ ملیارد ډالرو ته رسیدلي، پداسې حال کې چې له دې هیوادونو څخه واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلي دي.
راپور زیاتوي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ له ځنډولو وروسته، دې هیواد ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه کم شوي او ۲۴۳.۷ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي؛ له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي دي.
چین د ګاونډیو هیوادونو په منځ کې د پاکستان ترټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی دی؛ چین ته د پاکستان صادرات زیات شوي دي، مګر له دې هیواد څخه واردات هم د پام وړ وده کړې ده.
#پاکستان #افغانستان #سوداګري #اقتصاد #سوداګریز_کمښت








