نړۍ
په اوکراین ۲۵ توغندي توغول شوي؛ په کیف کې درنې چاودنې او په ځینو سیمو کې د برېښنا قطع کېدل
اوکراییني سرچینو د کیف په ګډون د هیواد په څو ښارونو کې د لږترلږه ۲۵ کروز او بالستیک توغندیو د توغولو راپور ورکړی دی.
د دې سرچینو په وینا، ځینې دا بریدونه له سمندر څخه ترسره شوي، او په پایله کې، د اوکراین د پلازمینې په ځینو سیمو کې بریښنا قطع شوې ده.
په ورته وخت کې، لویدیځو سرچینو د کیف ښار په ګډون د اوکراین په ۸ سیمو کې د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونو راپور هم ورکړی دی.
د دې راپورونو له مخې، په کیف کې د خطر زنګونه غږیدلي دي او د اوکراین په پلازمینه کې څو لوړې چاودنې راپور شوي دي.
#اوکرایین #روسیه #کیف #جګړه #توغندیو_برید #اروپا







