افغانستاننړۍ

اوتونبایوا: د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو په فورم کې د افغان ښځو وضعیت په پام کې دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) پخوانۍ مشرې، روزا اوتونبایوا، په بشکیک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو په فورم کې د افغان ښځو وضعیت په سیمه کې د بشري حقونو له جدي ننګونو څخه یو وباله.

هغې په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه ښیې چې محافظه کاره جوړښتونو ته راستنیدل کولی شي په چټکۍ سره د ښځو ژوند او حقونه اغیزمن کړي.

د هغې په وینا، په افغانستان کې نجونې د شپږم ټولګي څخه وروسته د زده کړې دوام څخه محرومې دي، او ښځې د کار، حرکت او ټولنیز ګډون په برخو کې هم له محدودیتونو سره مخ دي.

اوتونبایوا د شانګهای د همکارۍ سازمان پر غړو هیوادونو غږ وکړ چې د افغان ښځو وضعیت ته بې پروا نه وي او د زده کړې، کارموندنې او ټولنیز ګډون په برخو کې د دوی د حقونو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان ښځو مسله په سیمه ایزه او نړیواله کچه یوه مهمه او بحث شوې موضوع ده.

په مقابل کې، د افغانستان اسلامي امارت تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت سره سم تضمین شوي او د پخوا په پرتله ورته ډیره پاملرنه شوې ده.

#افغانستان #افغان_ښځې #روزا_عتونبایوا #یوناما #شانګهای_همکارۍ_سازمان #د_ښځو_حقونه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button