د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې روسیې او اوکراین د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې هر یو ۱۶۰ جنګي بندیان خوشې کړي دي.
د راپور له مخې، خوشې شوي روسي سرتیري اوس مهال په بیلاروس کې طبي او رواني پاملرنه ترلاسه کوي او د درملنې پروسې بشپړولو وروسته به خپل هیواد ته ولیږدول شي.
روسي چارواکو ټینګار کړی چې دا د بندیانو تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې.
#روسیه #اوکراین #بندیان #اوکراین_جګړه #متحده عربي امارات








