افغانستانسیمه

قزاقستان په افغانستان او مرکزي اسیا کې د دوامداره پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو سیمه ایز مرکز کوربه توب کوي

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې قاسم-جومارت توکایف په افغانستان او مرکزي اسیا هیوادونو کې د دوامداره پراختیا د ودې لپاره د ملګرو ملتونو سیمه ایز مرکز د جوړولو قانون لاسلیک کړی دی.

د دې قانون پر بنسټ، د ملګرو ملتونو سیمه ایز مرکز به په الماتا کې جوړ شي او په افغانستان او نورو مرکزي اسیا هیوادونو کې به د دوامداره پراختیایي پروګرامونو د همغږۍ او ترویج مسؤلیت ولري.

ویل کیږي چې دا مرکز په افغانستان او د سیمې هیوادونو کې د سیمه ایزې همکارۍ، اقتصادي پراختیا او د دوامداره پروګرامونو ملاتړ کې مهم رول لوبوي.

#قزاقستان #ملګري ملتونه #افغانستان #مرکزي اسیا #دوامداره پراختیا #الماټي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button