یو ایراني چارواکي له الجزیرې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو او بندیزونو لرې کولو پرته به هیڅ موافقه ممکنه نه وي.
هغه دا هم وویل چې متحده ایالاتو د تفاهم لیک په مسوده کې داسې بدلونونه راوستي دي چې د تهران له نظره د منلو وړ ندي.
ایراني چارواکي خبرداری ورکړ چې د اوربند هر ډول سرغړونه کولی شي د خبرو اترو پروسه اغیزمنه کړي او ایران به د داسې اقداماتو په وړاندې جدي ځواب ووایی.
د سرچینې په وینا، په سیمه کې د دوامداره ثبات او امنیت ترلاسه کول د تیري په وړاندې د اغیزمن مخنیوي میکانیزم رامینځته کولو ته اړتیا لري.
#ایران #امریکا #بندیزونه #خبرې اترې #الجزیره #اوربند








