افغانستان

د اسلامي امارت مشر: موږ به د دین او شریعت په اړه خبرې اترې ونه کړو، خو له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتو یو

شیخ هبت الله اخوندزاده د کندهار ولایت په عیدګاه کې د لوی اختر د لمانځه په خطبه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت به له هیڅ ګوند سره د دین او اسلامي شریعت په اړه خبرې اترې ونه کړي، بلکې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتو دی.

د اسلامي امارت مشر وویل چې د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو او فشارونو سره مخ دي، خو له خپلو دیني ارزښتونو څخه به شا نه شي.

هغه د یووالي، د فتنې مخنیوي او په هیواد کې د سولې ساتلو په اهمیت هم ټینګار وکړ او د خلکو پیوستون یې د جګړې او اختلاف د مخنیوي لپاره یو عامل وګڼلو.

شیخ هبت الله اخوندزاده د پخواني حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې هیواد ته راستانه شي او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو دی او هرڅوک کولی شي په هیواد کې له اندیښنې پرته ژوند وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button