افغانستان
محمود خان اڅکزی: هغه کسان چې د ناامنۍ مسؤل دي هغه کسان دي چې وضعیت یې خراب کړی دی
په پاکستان کې د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر محمود خان اڅکزی ویلي دي چې هیڅوک پرته له دلیله وسله نه پورته کوي او د چاودنو او بریدونو مسؤل هغه کسان دي چې وضعیت یې خراب کړی دی.
هغه وویل چې د افغان جګړې پر مهال، د مختلفو هیوادونو خلک په پاکستان کې روزل شوي وو او د ورته پالیسیو په پایله کې، “ترهګر” په دې سیمه کې راڅرګند شول.
اڅکزي زیاته کړه چې د دې وضعیت سره سره، تر اوسه له هیچا څخه پوښتنه نه ده شوې او د کومې پیښې په اړه جدي څیړنه نه ده شوې.








