افغانستان
د بین الوزارتي کمیټې ۳۵ میلیارده افغانۍ پانګونه راجلبوي
د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر اعلان کړی چې د بین الوزارتي پانګونې کمیټې له خپل پیل راهیسې د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه راجلب کړې ده.
د ادارې په وینا، د بریښنا، زیربنا، ساختماني، کرنې، ترانسپورت او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ۴۸ پروژې د ستر رهبر لخوا بیاکتل شوي او تصویب شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژو په پلي کولو سره زرګونه کاري فرصتونه برابر شوي او د کورنیو ساختماني موادو بازار هم وده کړې ده.
د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر ویلي چې د دې کمیټې د فعالیتونو موخه د پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامینځته کول، د پانګې جذبول، د ادارو ترمنځ همغږي کول او د هیواد اقتصادي وده پیاوړې کول دي.








