نړۍ
روسیې د شپې ۱۱۲ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي
د روسیې د ملي دفاع وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان وکړ چې د هیواد د هوایي دفاع سیسټمونو تیره شپه د روسیې په مختلفو سیمو، په شمول د استراخان او کریمیا، او همدارنګه د ازوف سمندر او تور سمندرګي په اوبو کې ۱۱۲ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نیولي او ویشتلي دي.








