افغانستانسیمه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د INNOPROM صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان جمهوریت په بلنه د INNOPROM مرکزي آسیا نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره دې هیواد ته سفر وکړ.

دا نندارتون د صنعت پراختیا، پرمختللو ټیکنالوژیو او د پانګونې سکتور کې د همکارۍ پراخولو په هدف ترسره کیږي، او د روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان څخه چارواکي، پانګه اچوونکي او تولیدونکي پکې ګډون کوي.

د INNOPROM نندارتون په مرکزي آسیا کې د صنعت، ټیکنالوژۍ او پانګونې یو له لویو نندارتونونو څخه ګڼل کیږي.

له 60 څخه زیاتو افغان شرکتونو هم په دې نندارتون کې د پنبې، ډبرو سکرو، مصالحو او کرنیزو محصولاتو په سکتورونو کې برخه اخیستې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button