افغانستانسیمه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په انتالیا کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

د انتالیا د پنځم ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې، د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، د سوداګریزو تبادلو د حجم زیاتوالي او په افغانستان کې د صنعتي، کانونو او کرنیزو سکتورونو کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د موجوده ظرفیتونو په اړه بحث وکړ.

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر افغانستان ته بلنه ورکړه چې په ترکیه کې په ټولو نندارتونونو کې برخه واخلي.

نورالدین عزیزي هم ترکیې ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د درملو تولید سکتور کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button