سیمه
د لبنان مقاومت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټي ځواکونو پر وړاندې ۶۰ عملیات ترسره کړل
د لبنان اسلامي مقاومت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د صهیونیسټ رژیم د پوستو، مرکزونو، اډو او میشت ځایونو پر وړاندې ۶۰ عملیات ترسره کړي دي؛ د دې عملیاتو څخه ۳۱ یې په سرحدي سیمه کې او ۲۹ عملیات د اشغال شویو سیمو دننه ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، په دې عملیاتو کې د صهیونیسټي ځواکونو ۱۷ میشت ځایونه، ۸ پوځي مرکزونه، ۳ اډې او د صهیونیسټي رژیم ۳ سرحدي نقطې په نښه شوې دي.
په دې عملیاتو کې له مختلفو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی، چې په کې ۳۵ توغندي، ۱۷ ډرون، ۸ هاوانونه او درې چورلکې شاملې دي.








