په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د نامعلومو بریدګرو له خوا د ملکي وګړو په وروستي ډزو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، د پیښې په پایله کې، یوناما د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۱۱ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱ نورو د ټپي کېدو تایید کړی دی.
د یوناما سرپرستې مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجټ ګګنون له اسلامي امارت څخه غوښتي دي چې د پیښې په اړه بشپړه څېړنه وکړي.
یوناما د هرات ولایت کې د تیرې جمعې په ورځ د ډزو له امله د زیانمنو شویو قربانیانو او کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د وری په ۱۰مه، ناپیژندل شویو وسله والو کسانو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه زیارت مخې ته د تفریحي ځای کې د راټولو شویو خلکو په یوه ډله ډزې وکړې.
د دې ترهګریز برید وروسته، یوناما د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۱ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو د ټپي کیدو تصدیق کړی دی.
جورجټ ګګنون وویل: “موږ د دې وحشتناک جرم له امله د اغیزمنو شویو قربانیانو او کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو.”
هغې زیاته کړه: “په ټول افغانستان کې د وسله والو تاوتریخوالي څخه د ټولنو د اوسیدونکو د ساتنې لپاره، موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د دې پیښې بشپړه څیړنه وکړي.”








