افغانستان
په کونړ کې د ۲۳ کیلوګرامه سپینو زرو د غلا په تور دوه کسان نیول شوي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کونړ ولایت د پولیسو د څلورمې حوزې منسوبینو په اسد آباد ښار کې دوه شکمن کسان نیولي چې څو ورځې وړاندې یې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له یوه سوداګر څخه ۲۳ کیلوګرامه سپین زر غلا کړي وو.
دا کسان د پولیسو لخوا تعقیب کېدل، چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د سپینو زرو سره ونیول.
د کونړ ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه مسلکي روزل شوي او د کومې جنایي پیښې په صورت کې، دوی په ټولنه کې د جرمونو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات کوي.







