افغانستان
په پکتیا کې ۲۶ قاچاقي وسلې نیول شوي
د ملي دفاع وزارت ویاند اعلان وکړ چې د هیواد دفاعي ځواکونه په پکتیا ولایت کې د یو شمیر قاچاقي وسلو په نیولو کې بریالي شوي دي.
عنایت الله خوارزمي وویل چې دا عملیات تیره شپه د دریمې سرحدي لوا ځواکونو لخوا د ډنډ پټان ولسوالۍ په “قیمتي” کلي کې ترسره شول.
د عملیاتو په جریان کې، ۲۰ کرینکوف ټوپکونه، ۴ کلاشینکوف ټوپکونه، او ۲ M4 ټوپکونه نیول شوي دي.








