افغانستان
د بدخشان د زر مینځلو په ورکشاپ کې سیلاب او ملبه؛ ګڼ کارګران په ملبه کې بند پاتې دي
د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ کې د زر مینځلو په یوه ورکشاپ کې د سیلاب له امله یو شمېر کارګران د ملبه او اوبو لاندې بند پاتې دي.
د شهر بزرګ ولسوال عبدالرشید رشاد رسنیو ته وویل چې د پیښې پر مهال په ورکشاپ کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان کار کاوه، خو د هغو کسانو کره شمېره چې د ملبه او اوبو لاندې بند پاتې دي لا تر اوسه معلومه نه ده.
د هغه په وینا، تر اوسه پورې یوازینۍ تایید شوې معلومات دا دي چې یو سړی او د هغه درې زامن په اوبو کې بند پاتې دي.
د شهر بزرګ ولسوال زیاته کړه چې د بند پاتې شویو خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې اندیښنې شتون لري چې د پیښې له امله د مړو شمېره به لوړه شي.








