افغانستان

په لوګر کې د پل علم په ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د لوګر ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس وویل چې دا پېښه پرون ماښام د جمعه کلا په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه پیک اپ لارۍ د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله کنټرول له لاسه ورکړ او د استوګنې په یوه کور کې ولګېده.

د هغه په ​​وینا، په دې پېښه کې یو ځوان وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

ټپیان د پولیسو لخوا د نایب امان الله خان مرکزي روغتون او ۳۰۰ بستریز کونجک روغتون ته لیږدول شوي دي.

د دوو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی، خو د نورو ټپیان سطحي دي.

د لوګر د پولیسو قوماندانۍ د موټر چلوونکي بې احتیاطي د پېښې اصلي لامل ګڼلی او له موټر چلوونکو یې غوښتي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي قوانین تعقیب کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button