افغانستانویډیويي راپور
په سمنګان ولایت کې د ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیل شو
د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د ولایت په ځینو سیمو کې د ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیل شوی، او ټاکل شوې ده چې دا کمپاین دوه میاشتې دوام وکړي.
یو شمیر بزګرانو د سمنګان ولایت په کروندو او څړځایونو کې د ملخانو د پراخ یرغل په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې دې یرغل په ځینو سیمو کې کروندې د ویجاړیدو له خطر سره مخ کړې دي.







