افغانستانسیمه

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د آسیا پراختیایي بانک له نوي رئیس سره وکتل

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د آسیا پراختیایي بانک له نوي رئیس فوجیتمان لوک سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د غونډې په جریان کې، ښاغلي نعیم ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د مرستندویه ادارو سره همکارۍ ته ژمن دی او په عمده توګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو تمرکز کوي.

د آسیا پراختیایي بانک نوي رئیس هم له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button