د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله به نن د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) په روانو سیالیو کې خپله دریمه لوبه د ازبکستان په وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې دا لوبه به نن د افغانستان په وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) اتلولۍ د یوې برخې په توګه په ازبکستان کې ترسره شي.
د اسیا د فوټبال اتلولۍ په ازبکستان کې د افغانستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان په ګډون سره ترسره کیږي.
افغانستان مخکې له دې دوه لوبې کړي دي؛ دوی لومړۍ لوبه د قرغزستان په وړاندې وبایلله او دوهمه لوبه یې د ترکمنستان په وړاندې مساوي کړه.







