د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټیټیوټ د ریاست په نوښت، د دې وزارت د ۱۸ تخنیکي او متخصص پرسونل یوه رسمي پلاوي، چې مشري یې د جیو فزیک څیړنو او سروې ګانو د ریاست مشر کوله، د ازبکستان جمهوریت ته د یوې میاشتې لپاره رسمي روزنیز سفر پیل کړ.
د دې سفر اصلي موخې د تخنیکي او متخصص پرسونل د عملي مهارتونو پیاوړتیا، د نوي جیو فزیک ټیکنالوژیو سره بلدتیا، او د ازبک متخصصینو سره د تجربو تبادله ده.







