د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف اعلان وکړ چې تر اوسه پورې د پاکستان د پوځي رژیم د بې رحمانه بریدونو له امله د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۲۷۳۴۴ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
دا کورنۍ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې بې ځایه شوې دي.
د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو له دفترونو او کورنیو او بهرنیو مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې دې بې ځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.








