افغانستانسیمه

اسلامي امارت د اسراییلو د پارلمان لخوا د فلسطیني بندیانو د اعدامولو پریکړه په کلکه وغندله

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژیم د پارلمان پریکړه په کلکه وغندله، چې د فلسطیني بندیانو د اعدامولو لپاره لاره هواروي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: دا عمل د صهیونیسټ رژیم د تکراري ظلمونو دوام دی او د فلسطین د خلکو د اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده؛ دا پریکړه د عدالت او بشري حقونو له اصولو سره په بشپړ ډول په ټکر کې ده او په تبعیضي ډول یو مظلوم ملت په نښه کوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو ادارو څخه غوښتي چې د داسې غیر انساني اقداماتو د مخنیوي لپاره اړین او سمدستي اقدامات وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button