افغانستان
په لوګر ولایت کې د ۳۱ نویو مخابراتي انتنونو فعالول
د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې په تیر کال کې (۱۴۰۴) د لوګر ولایت د مرکز په ګډون په یو شمیر ولسوالیو کې ۳۱ مخابراتي انتنونه فعال شوي دي.
د وزارت ویاند عنایت الله الکوزي وویل چې د لوګر شاوخوا ۹۰ سلنه سیمې اوس د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې دي.
د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال د لوګر په بیلابیلو برخو کې ۱۰۷ مخابراتي انتنونه فعال دي، چې ډیری یې انټرنیټ او غږیز خدمات وړاندې کوي.








