افغانستانسیمه

د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر د قزاقستان له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګیز اکبروف سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې غونډه کې دواړو لوریو د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې.

د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د اوبو او برېښنا په برخو کې د تجربو تبادلې او د ظرفیتونو اغیزمنې کارونې لپاره د وزارت چمتووالی څرګند کړ، او د اوبو سرچینو مدیریت او د دوامداره انرژۍ پراختیا کې د سیمه ییزې همکارۍ رول باندې ټینګار وکړ.

د قزاقستان سفیر د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې هم پانګوونې ټینګار وکړ او هغوی ته یې د علمي او تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button