افغانستان

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سیلابونو او طبیعي پیښو له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند یوسف حماد اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د سیلابونو، ځمکې ښوییدو او بریښنا له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دا پیښې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، دایکندي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنګان، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

د ادارې د ویاند په وینا، پنځوس کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۴۲۶ کورونه جزوي ویجاړ شوي دي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/30547

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button