افغانستان
د کانونو وزارت: په افغانستان کې د ټاپي ۲۵ کیلومتره پایپ لاین کیښودل شو
د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې تر اوسه پورې په هرات ولایت کې د ټاپي ګاز پایپ لاین پروژې شاوخوا ۲۵ کیلومتره بشپړ شوي او ۱۲۰ نور کیلومتره د پایپ لاین کیښودلو لپاره چمتو دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل چې په هرات کې د ټاپي پروژې کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.







