د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ورځني رسمي سفر بیجینګ ته ورسید.
په پاکستان کې د چین سفیر یو شیاویونګ او په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د هغه د رسیدو په وخت کې هرکلی وکړ.
ټاکل شوې ده چې د دې یو ورځني سفر په جریان کې، اسحاق ډار د لویدیځې آسیا په سیمه کې د تاوتریخوالي او د ایران په خاوره کې د امریکا او اسراییلو د تیري په اړه د چینایي چارواکو سره خبرې وکړي.







