افغانستان

د غور-هرات په لویه لاره کې د مسافر وړونکي موټر چپه کېدو؛ ۸ تنه ټپیان کړل

د غور ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې د غور-هرات په لویه لاره کې د مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

دا پېښه د “صلاح خانې” کوتل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

امنیتي ځواکونو ټپیان د “درې تخت” روغتیايي مرکز ته لیږدولي دي.

د پولیسو د قوماندانۍ په وینا، د پیښې اصلي لامل د سړک خرابوالی و.

د سړک خرابوالی او د ځینو موټر چلوونکو بې احتیاطي په دې ولایت کې د پرله پسې ترافیکي پیښو لامل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button