د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن (سه شنبه، د ۱۴۰۵ کال د وری ۱۱مه) د چین له سفیر ژاو ژینګ سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې ښاغلي جلالي د الشفا روغتون د تجهیز او د دودیزو درملو د انسټیټیوټ د جوړولو غوښتنه راپورته کړه.
د عامې روغتیا وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د چین سفیر ژمنه وکړه چې د روغتیایی کارمندانو د تعلیم او روزنې لپاره د دودیزو درملو په برخه کې به همکاري وکړي.








