په ناروې کې میشت یو شمیر افغانان د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، ۱۴۰۵ کال کې په اوسلو کې د هیواد د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شوي وو ترڅو د افغانستان په وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم برید وغندي.
لاریون کوونکو د ناروې پارلمان، ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې ته یو پریکړه لیک واستاوه.
لاریون په داسې حال کې ترسره شو چې پرون د کونړ ولایت په مرکز اسد آباد کې د استوګنې کورونو باندې د پاکستاني پوځي رژیم د بزدلانه برید له امله یو ملکي وګړی شهید او ۱۷ نور ټپیان شول.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/30501








