افغانستان
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه د ثور په ۲۱مه پیل کیږي
د ملي ازموینو ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه به د ثور په ۲۱مه پیل شي.
هغه وویل چې د سږ کال د کانکور ازموینه به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي:
لومړی پړاو: په ۱۵ ولایتونو کې ۲۱ ثور
دوهم پړاو: په ۱۸ ولایتونو کې ۲۸ ثور
دریم پړاو: په کابل کې ۱۲ جوزا
څلورم پړاو: د متفرقه ازموینو لپاره ۲۲ جوزا ځانګړې
شیخ عبدالباقي حقاني زیاته کړه چې سږ کال، د عمومي ازموینو ۵۹،۴۶۰ نوماندانو او د دیني مدرسو ۲۴۰۰ فارغانو د لوړو زده کړو پروګرامونو ته د داخلې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د ۸،۵۸۵ زده کونکو تخصصي څانګو ته او د شپې پروګرامونو ته د ۴،۰۶ زده کونکو د داخلې وړتیا اعلان شوه.
هغه دا هم وویل چې ۲۰۷۰ زده کونکي به د ماسټرۍ پروګرامونو ته داخل شي.








