افغانستاننړۍ

په ناروې کې میشت افغانان په اوسلو کې راټول شوي؛ په کونړ باندې د پاکستان د پوځي رژیم برید وغندلو

په ناروې کې میشت یو شمیر افغانان د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، ۱۴۰۵ کال کې په اوسلو کې د هیواد د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شوي وو ترڅو د افغانستان په وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم برید وغندي.

لاریون کوونکو د ناروې پارلمان، ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې ته یو پریکړه لیک واستاوه.

لاریون په داسې حال کې ترسره شو چې پرون د کونړ ولایت په مرکز اسد آباد کې د استوګنې کورونو باندې د پاکستاني پوځي رژیم د بزدلانه برید له امله یو ملکي وګړی شهید او ۱۷ نور ټپیان شول.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/30501

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button