افغانستانسیمه

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بگدالي د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې غونډه کې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ییزې مسلې بحث شوې.

د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو یرغل او په سیمه کې د دوی له خوا د جګړې پراخول د ټولې سیمې په زیان وګڼل.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او ایران ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري مخ په زیاتیدو وبلله.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه د ایراني چارواکو د مثبت دریځ ستاینه وکړه او د افغانستان اصولي دریځ یې څرګند کړ چې غواړي د دواړو خواوو د منطقي غوښتنو معقول حل د معنی لرونکو او ریښتینو خبرو اترو له لارې ترلاسه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button