ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په جنوب کې د شهر ری په ښار کې د امریکا-اسرائیلي توغندیو په برید کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي دي.
په برید کې څلور ایراني اتباع هم شهیدان شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
په تهران کې د افغانستان سفارت او په کابل کې د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.








