افغانستان
په خوست کې سلګونه ځوانان د پاکستان پر ضد د پاڅون لپاره وسله وال لاریون کوي
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز اعلان وکړ چې د خوست ولایت د علیشیر او ځاځي میدان ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د وسله وال لاریون په ترڅ کې د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد د ولسي پاڅون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
په لاریون کې ګډونوالو د اسلامي نظام، د سرحدي سیمو د ساتنې او د هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه.
دوی ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو سره یوځای د اسلامي نظام او د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.







