د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې د سفارت د شارژدافیر سدین آییلدیز سره ولیدل.
په دې غونډه کې، د ترکیې شارژدافیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د ګډون بلنه ورکړه.
دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ حجم زیاتولو، د سوداګرۍ په برخه کې د ډیرو اسانتیاوو برابرولو، د ځمکني ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ، د لاپیس لازولي سړک فعالولو او د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.
ښاغلي عزیزي د ترکیې د بلنې ستاینه وکړه او د ښه همغږۍ لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي ټیم معرفي کړ.
د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم یوه کلنۍ نړیواله غونډه ده چې د ۱۰۰ څخه زیاتو هیوادونو ولسمشرانو، مشرانو او لوړ پوړو استازو، نړیوالو سازمانونو، شنونکو او رسنیو په ګډون سره ترسره کیږي.








