د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول اردو د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې د یرغلګر امریکایي پوځ F-18 جنګي الوتکه نن ماښام (چهارشنبه، د وري ۵ مه، ۱۴۰۵) د ایران د مدغم هوايي دفاعي شبکې تر قوماندې لاندې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د نوي پرمختللي هوايي دفاعي سیسټم د توغندیو له امله د چابهار په اسمان کې په دقیق ډول وویشتل شوه او د هند په سمندر کې ولوېده.
دا شاندار عملیات د ایران د بشپړ داخلي هوايي دفاعي سیسټمونو لخوا د دښمنو امریکایي او صهیونیسټي پوځونو د ستراتیژیکو جنګي الوتکو څلورم بریالی ښکار دی.
سپاه پاسداران دا لویه بریا د ایران شریف ملت ته، په ځانګړې توګه د اسلامي ایران د میناب ښوونځي شهیدانو ته وړاندې کړه.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/30362








